IQNA

له آيتونو سره ژوند!

آسمانی ریښې په نامې سره د رمضان المبارک د لومړئ ورځې چورلیزي  آیت

14:10 - February 19, 2026
د خبر لمبر: 3492472
ایکنا - د رمضان له مبارکې میاشتې سره سم، «له آیتونو سره ژوند» نومې قرآني خوځښت پیل شوی، چې هره ورځ یو  چورلیزي آیت معرفي کوي څو د قرآن ښوونې د خلکو له ورځني ژوند سره وتړي.

یکنانیوز راپور راکوي، د روژې دمبارکې میاشتې د  لومړۍ ورځې لپاره د  بقرې سورې  ۴۵ آیت وټاکل شو، څو انسان صبر او لمانځه ته  وبولي او د ژوند له سختیو او ننګونو سره د مقابلې لار وروښئي.

د ورځې  چورلیزي آیت:

«وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ»

یعنې: له صبر او لمانځه څخه مرسته وغواړئ، څو خپلې ستونزې حل کړئ، له ککړتیاوو څخه پاک پاتې شئ او د  خداي    رحمت ته ورسېږئ.

له دغه آیت سره مل الهام‌بخښونکی متن داسې دی:

«تل دباؤنه، فتنې او دوکې شته چې غواړي زمونږ ایمان او عزت کمزوری کړي. ای د پرېشان حاله خلکو تلپاتې پناه! هر ځل چې زما زنګونونه رېږدي، ستا غږ زما په غوږونو کې انګازې کوي او ستا کلام ما بېرته راپورته کوي. په سجدې کې له تا سره خبرې کوم او له تا څخه قدرت اخلم. په صبر کې ځان تا ته سپارم او پر تا باور کوم. څومره ښکلی دی دا پناه؛ ته ما د ارام، قدرت او  طاقت او عزت پر لور رابولې.  

https://iqna.ir/fa/news/4335507

captcha